ایراني توغندیو د اسراییل پنځه نظامي مرکزونه مستقیم هدف ګرځولي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۵

د سپوږمکۍ له لارې تازه معلوماتو پر بنسټ، ایران له اسراییل سره جګړه کې د خپلو غچ‌اخیستونکو بریدونو په لړ کې د تل ابیب پنځه مهم نظامي اهداف مستقیم په نښه کړي دي، چې یوه هوایي اډه، یو استخباراتي مرکز او یو لوژستیکي مرکز پکې شامل دي.

دا سپوږمکیز راداري معلومات، چې د جګړه‌يیزو سیمو د بمباریو د اغېزو د ارزونې لپاره کارول کېږي، د اورېګن ایالت پوهنتون له خوا د بریتانیا ټلګراف ورځپاڼې ته ورکړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، ایران په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې لږ تر لږه شپږ توغندي د اسراییل د شمال، جنوب او مرکز په برخو کې پر پنځو مهمو نظامي تاسیساتو ویشتلي دي. دا بریدونه تر دې دمه د اسراییلي چارواکو له لوري رسمي نه دي اعلان شوي.

د ټلګراف په رپوټ کې ویل شوي، سره له دې چې زیات شمېر توغندي د اسراییل د هوايي دفاعي سیستم له خوا شنډ شوي، خو د بریدونو په لومړیو اتو ورځو کې، د هدف ته د رسیدو کچه په پرله‌پسې ډول لوړه شوې ده.

د متقابلو بریدونو له اوومې ورځې وروسته، شاوخوا ۱۶سلنه ایراني توغندي د اسراییل د دفاعي سیستم له لارې تېر شوي او ټاکل شوي اهداف یې په نښه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې اسراییل د جون پر ۱۳مه پر ایران پراخ بریدونه کړي وو، چې د دغو بریدونو هدف د ایران اټومي تاسیسات او لوړپوړي نظامي مشران وو.

نور خبرونه

رادیو