د بریکس غړو هېوادونو مشران چې دا اوونۍ د برازیل په ریو دي ژانیرو ښار کې راټول شوي، د غزې د جګړې په تړاو یې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د "بېړني، دایمي او بېقید اوربند" لپاره له رښتیني نیت سره خبرو ته چمتو شي.
په ګډه اعلامیه کې چې د لسو غړو هېوادونو له خوا خپره شوه، ټینګار شوی چې باید اسراییلي ځواکونه له غزې او ټولو «اشغال شویو» فلسطیني سیمو په ځانګړې توګه له لوېدیځې غاړې او ختیځ بیتالمقدس څخه، بشپړ او بېدرنګه ووځي.
بریکس مشران د اسراییل او متحده ایالاتو له لورې پر ایران شوي بریدونه هم غندلي او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.
اعلامیه کې د منځني ختیځ د شخړو لپاره د "عادلانه، جامع او پایدارو حللارو" غوښتنه شوې، چې باید د ټولو ملتونو حقونه، خپلواکي او د نړۍوالو قوانینو اصولو ته درناوی پکې تضمین شي.
د بریکس دغه دریځ د نړۍوالو غبرګونونو په لړ کې یو مهم اقدام بلل شوی، چې د غزې کړکېچ لپاره د جګړې د بندېدو او د سیاسي حل پر لور د تګ غوښتنه کوي.