رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د ټکساس ایالت په ګوادلوپ سیند کې د سختو بارانونو له امله ناڅاپي سیلاب راغلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي او لسګونه نور لا درکه دي.
چارواکي وایي، په ورکو کسانو کې له ۲۳ تر ۲۵ هغه نجونې هم شاملې دي چې د اوړيکمپ ګډونوالې وې.
د ژغورنې عملیات روان دي او د ټکساس والي ژمنه کړې چې د ټولو ممکنه سرچینو څخه به کار واخیستل شي.
ولسمشر ټرمپ هم ویلي، له متضررینو به پوره پاملرنه وشي.
چارواکي زیاتوي چې سیلاب د لمر له راختو وړاندې راغلی او دومره ناڅاپي و، چې د تخلیې د امر ورکولو لپاره وخت نه و.