سپاه پاسداران وایي، ایران کې د انټرنېټ کمزوري کېدل د «سایبري جګړې» پایله ده

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۴

د ایران سپاه‌پاسداران اړوند فارس خبري اژانس وايي چې د انټرنېټ ورووالی او په دغه هېواد کې ځینو خدمتونو ته د لاس‌رسي ګډوډي د «لویې سایبري جګړې» پایله ده.

یاد رسنۍ لیکلي، کله چې د انټرنېټ سرعت ورو وي یا ځینې خدمتونه نه وړاندې کېږي، نو لامل یې ښايي د پردې تر شا تنظیم شوي بریدونه وي چې د ایران مخابراتي زیربناوې په نښه کوي.

فارس خبرداری ورکړی چې دا سایبري بریدونه یوه پټه جګړه ده چې «هره ورځ لا شدیده کېږي» او دغه هېواد په سایبري فضا کې له پراخو ګواښونو سره مخ دی.

د ایران رسمي حکومتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

نور خبرونه

رادیو