د چین د بهرنو چارو وزیر وانګ يي ویلي، چې د ایران د اټومي مسلې حل په جګړه کې نه دی او د ایران او اسراییل ترمنځ وروستۍ پوځي شخړې باید تکرار نه شي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر فرانسې ته د سفر پرمهال ویلي، چې د پوځې زور استعمال به د سیمي کړکېچ نور هم پراخ کړي.
نوموړي د خپل فرانسوي سیال سره د لېدنې پرمهال د امریکا له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو برېدونه غندلي او دا یې “د یوه خپلواک هېواد پر وړاندې ښکاره تېری” بللی دی.
وانګ يي ویلي:« که دا ډول اقدامات یوه اټومي ناورین ته لاره هواره کړي، نو ټوله نړۍ به یې بیه پرې کړي.»
یاد چینايي چارواکي ویلي، چې د فلسطین شخړه د ایران د اټومي مسلې رېښه ده او باید د فلسطین شخړه له پامه ونه غورځول شي.« د غزې انساني ناورین باید نور پای ومومي. د فلسطین مسله باید بیا حاشیې ته ولاړه نه شي. د عربو د ولسونو مشروع غوښتنې باید ژر تر ژره پوره شي او د اسلامي نړۍ عادلانه غږونه باید واورېدل شي.»
د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې اروپايي چارواکو ویلي د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو برېدونو د تهران غوسه زیاته کړې او د دې لامل شوی چې د دغه هېواد مشران اټومي بم ته د لاسرسي لپاره په خپل هوډ کې تر پخوا ډېر جدي شي.