د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی وایي، ایراني رسنۍ افغانانو ته «سپکه او ناانساني ژبه» کاروي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۴

د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی چې «ایراني رسنۍ تبعیضي مطالب خپروي، افغان کډوال او اقلیتونه د «خیانت کوونکو» په توګه انځوروي او د هغوی پر وړاندې سپکه او ناانساني ژبه کاروي.»

نوموړي شنبه (چنګاښ ۱۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې په ایران کې سلګونه افغانان او د قومي او مذهبي لږکي نیول شوي دي.د هغه په ​​وینا، ایراني چارواکي دا کسان پر «جاسوسۍ» تورنوي.

بېنېټ پر ایراني چارواکو غږ کړی چې د افغان کډوالو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او له خپل سري نیولو، ناوړه چلند او تبعیضي اقداماتو نه ډډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران او اسراییل ترمنځ تر شدیدې جګړې وروسته تهران د افغان کډوالو جبري اېستلو ته زور ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایران د تایباد سیمې ولسوال حسن جمشیدي ویلي چې هره ورځ له دوغارون پولې نه شاوخوا ۳۸ زره افغان کډوال باسي. د نوموړي په وینا، تر دمه له دې پولې نه تر «۵۰۰ زرو» ډېر افغان کډوال اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو