د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه (د زمري ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اقصی جومات ته د اسراييل د امنیت وزیر ورتګ غندلی او دا کار یې پاروونکی بللی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي:« د بیتالمقدس حیثیت ساتل نه یوازې د سیمې؛ بلکې د ټول بشریت وجداني مسوولیت دی.»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.