اروپايي چارواکي: د اټومي وسلو تر لاسه کولو لپاره ایراني چارواکي نور هم جدي شوي دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۴

اروپايي چارواکي وايي، د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسییساتو برېدونو د تهران غوسه زیاته کړې او د دې لامل شوی چې د دغه هېواد مشران اټومي بم ته د لاسرسي لپاره په خپل هوډ کې تر پخوا ډېر جدي شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د درېیو اروپايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ایران د اټومي پروګرام د مهار لپاره یوې هوکړې ته رسېدل خورا اړین دي، خو زیاتوي چې د امریکا بریدونو تهران ته د اټومي وسلو د جوړولو په لور د ګام اخیستلو نوې انګیزه ورکړې ده.

چارواکو زیاته کړې، چې اروپايي هېوادونه لا هم هڅه کوي، چې له ایران سره د اټومي مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي، خو وايي د یوې هوکړې ترلاسه کولو هیلې خورا لږ دي.

دغو اورپايي چارواکو ویلي، چې د دوی ارزونې ښیي چې د امریکا وروستیو برېدونو د ایران اټومي پروګرام نه دی درولی.

اروپايي چارواکو ویلي، چې د اټومي مذاکراتو لپاره د ایران د مهمو تصمیم نیونکو راستنول خورا سخت کار دی او پر ایران د اسراییل تر برېد وروسته ښايي د تهران محاسبې بدلې شوې وي.

واشنګټن پوسټ ته یو اروپايي چارواکي ویلي، چې له ایران سره د هر ډول نوې هوکړې چوګاټ به د ایران اټومي سایټونو ته د اوښتو زیانونو پر بنسټ جوړ شي.

دغه چارواکي ویلي، چې د اروپا لومړنۍ ارزونې ښيي، چې د ایران د فردو، نطنز او د اصفهان اټومي بټیو ته د امریکا په برېدونو کې درانه زیانونه اوښتي دي، خو د ایران اټومي پروګرام یې له منځه نه دی وړی.

نور خبرونه

رادیو