د اوکراین جګپوړی جنرال: ښايي روسیه پر خارکیف نوي بریدونه پیل کړي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۴

د اوکراین د پوځ یو لوړ پوړي جنرال اولېکساندر سرسکي خبرداری ورکړی، چې ښايي روسیه د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د خارکیف پر سیمه نوي بریدونه پیل کړي.

سرسکي د شنبې په ورځ ویلي، چې تېرو دوو ورځو کې یې د خارکیف په سیمه کې له پوځيانو، قوماندانانو او سرتېرو سره د سیمي ارزونه کړې ده.

نوموړي ویلي:« روسان هڅه کوي، د بشري قوي څخه په استفادې فشار وارد کړي، خو موږ باید چمتو ووسو او له مناسبو تاکتیکي او تخنیکي حل‌لارو کار واخلو او هغوی ته باید د پرمختګ اجازه ور نه کړو.»

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې روسي ځواکونو په ورستیو اونیو کې د جګړې په بېلابېلو سیمو کې په تدریجي ډول پرمختګ کړی او د اوکراین د جګړې پر کرښو پرله پسې برېدونه کوي.

نور خبرونه

رادیو