د ترکیې په لوېدیځ ازمیر ولایت کې د ځنګلونو په اورلګېدنه کې تر دې دمه دوه کسان مړه شوي دي.
دغه اورلګېدنه یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وه؛ خو لاهم دوام لري. د ترکیې په لوېدیځ کې دغې اورلګېدنې شاوخوا ۲۰۰ کورونه هم زیانمن کړي دي.
له بل پلوه یوې ډلې یوې ډلې ترکیې په شپږو ښارونو کې د لسګونه اورلګېدنو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
انادوله خبري اژانس راپور ورکړی، چې اور وژونکي د ازمیر په غرنیو سیمو کې د چورلکو او الوتکو په مرسته د اور وژنې ته دوام ورکوي.