د هند په هېماچل پردېش ایالت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، چې په دغه ایالت کې د سختو ورښتونو له امله ۳۷ کسان مړه شوي دي.
د دغه ایالت د ځایي چارواکو په وینا؛ د هېماچل پردېش ایالت په منډي ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۰ کسان تري تم دي، چې د پلټنې عملیات یې روان دي.
له بل پلوه په دغه ایالت کې د راتلونکو اوو ورځو لپاره د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو خبرداری هم ورکړل شوی دی.