منظور پښتین: د پاکستان پوځ د پښتنو پر ضد پراخه ظلمونه ترسره کړي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۳

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر ضد پراخه لاریون ته په غبرګون کې ویلي، د پاکستان پوځ د پښتنو پر وړاندې پراخه ظلمونه کړي او اوس پښتانه د «ظالم پوځ» په وړاندې ولسي مقاومت ته چمتو دي.

نن د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې لسګونه زره پښتنو د پاکستان حکومت له خوا د پوځي عملیاتو پر ضد پراخه لاریون وکړ.

منظور پښتین دغه لاریون ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان پوځ پر پښتنو ظلمونه کړي او اوس ملت چمتو دی چې د ظلم خلاف ودریږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې «اوس د عمل وخت دی او پښتون ملت د ظلم په وړاندې عملي مقاومت ته چمتو دی.»

نوموړي ویلي، چې ډېر ژر به په ټوله پښتون سیمه کې عامه مقاومت ولیدل شي.

پښتین زياته کړې: « جګړه د مادي ځواک او استعماري غرور په وړاندي د پښتنو مقاومت اوږد، دردناک، له ستونزو او امتحان سره مخ وي؛ خو پایله يې د پښتنو په بریا ختميږي.»

نوموړي ویلي، چې د پښتون مقاومت د حق لار ده.

یاده دې وي چې په شمالي وزیرستان کې د روانو نا امنیو له امله د پاکستان پوځ پرېکړه کړې چې په دغه سیمه کې د وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات وکړي. خو نن د شمالي وزیرستان د خلکو لخوا دغه پرېکړه د یو پراخه لاریون په ترڅ کې وغندل شوه او ددغه عملیاتو کلک مخالفت یې وکړ.

نور خبرونه

رادیو