د جرمني په سويل کې یوه سوریايي وګړي د پنجشنبې په ورځ د چټک اورګاډي (ICE) پر مسافرو برید کړی او لږ تر لږه څلور کسان یې ژوبل کړي دي. دا پېښه د بایرن ایالت په شاوخوا ۷۰کیلومترۍ کې د اتریش له پولې سره نږدې شوې ده.
پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بریدګر د ماسپښین شاوخوا ۱:۵۵بجې له خطرناکو وسایلو کار اخیستی او پر مسافرو یې برید کړی. یاد اورګاډی له هامبورګ څخه د اتریش پلازمېنې ویانا پر لور روان و.
په اورګاډي کې شاوخوا ۵۰۰مسافر سپاره وو. له پېښې وروسته بریدګر نیول شوی او د اورګاډي ځغل لیکه تړل شوې ده. پولیسو ویلي، چې بریدګر خپله هم ټپي شوی دی، خو د پېښې د انګېزې په اړه پلټنې روانې دي.