په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر ۳۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي

۹ ساعتونه مخکې

د غزې حکومت د رسنیو دفتر ویلي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو له لوري ۲۶ خونړۍ پېښې ترسره شوې چې له امله یې تر ۳۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ یوازې د پنجشنبې له سهاره تر دې دمه لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان وژل شوي، چې ۱۳ یې د المواسي سیمه کې د یوې خیمې په نښه کېدو او ۱۱ نور د مصطفی حافظ ښوونځي په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو