تازه خبر

روسیې پر کییف د میزایلو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخه بریدونه کړي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۲

چارواکو ویلي، روسیې د شپې ناوخته پر اوکراین د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخه بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د پلازمېنې کییف یوه هستوګنیزه ودانۍ ویشتل شوې، ددغه بریدونو له امله تر اوسه د مرګ ژوبلې جزیات ندي خپاره شوي.

د کېیف انډپېنډينټ خبري شبکې خبریالانو راپور ورکړی، چې د شپې شاوخوا ۱۰ بجې (د سیمه‌ييز وخت له مخې) په پلازمېنه کې د څو پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي، او دغه بریدونه د جولای تر څلورمې سهاره پورې دوام درلود.

د اوکراین هوايي ځواک تایید کړې چې روسیې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجه د شپې کییف ته یو بالستیک میزایل توغولی، او ورپسې یې نږدې ۲:۳۰ بجې نور بریدونه هم ترسره کړي.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو په وینا، برید درنه مرګ‌ژوبله یا پراخ تاوان نه لري، خو زیاته کړې یې ده چې د پېښې بشپړې جزيیات لا هم تر تایید لاندې دي.

نور خبرونه

رادیو