د روسيې د سمندري ځواکونو مرستیال قوماندان تورن جنرال میخایل ګودکوف د روسیې په کورسک سیمه کې د اوکراین د توغندويي برید په پایله کې وژل شوی دی.
د کورسک د سیمه ییز والي اولګ کوژیمیاکو په وینا، ګودکوف او لس نور روسي سرتېري په کورینیوو سیمه کې د قوماندانۍ په مرکز کې هدف ګرځول شوي.
رویټرز وايي، ګودکوف چې له مارچ میاشتې راهیسې د روسي سمندري ځواکونو مرستیال قوماندان و، د ولادیمیر پوتین له خوا پردغه جګپوړي مقام ټاکل شوی و.
هغه د خپلې زړورتیا له امله ګڼ انعامونه ترلاسه کړي او اوکراین پرې د جګړې د جنایتونو تورونه لګولي وو.
د روسيې او اوکرایني چارواکو له خوا تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې.