د امریکا دوو پخوانيو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې له کارکوونکو سره لیدلي؛ څو د دغې ادارې د ناڅاپي تړل کېدو له امله له هغوی سره خواخوږي څرګنده کړي.
هغوی د امریکا د پراختیایي ادارې د تړلو په اړه د ولسمشر ټرمپ او د هغه د ادارې پرېکړه یوه لویه تېروتنه وبلله.
دوی ویلي، چې دغه اداره د نړۍ له بېوزلو سره د مرستو لپاره مهم رول لوبوي او تړل به یې د امریکا نړۍوال اعتبار ته زیان ورسوي.