رویټرز راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، چې نن (پنجشنبه) ناوخته به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.
دا به د ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو وروسته د دواړو مشرانو شپږمه علني تیلیفوني اړیکه وي.
دغه ټیلیفوني تماس د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ناکامو هڅو تر سیوري لاندې ترسره کېږي.
دواړو مشرانو په وروستي ځل د جون پر ۱۴مه خبرې کړې وې، چې ډېره برخه یې د ایران په موضوع متمرکزه وه.