د فرانسې د هوايي شرکتونو د اعتصاب له امله د رایان ایر ۱۷۰ الوتنې لغوه شوې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۲

د اروپا د دوبي د رخصتیو په پیل کې د فرانسې د هوايي ټرافیک څارونکو اعتصاب د رایان‌ایر شرکت د ۱۷۰ الوتنو د لغوه کولو لامل شوی. دغه اعتصاب چې د جولای په ۴مه او ۵مه پلان شوی و، له ۳۰زرو د زیاتو مسافرو سفر یې ګډوډ کړی.

د فرانسې د ملکي هوايي چلند ادارې د چهارشنبې په ورځ له هوايي شرکتونو د پارېس په هوايي ډګرونو کې د الوتنو د ۴۰سلنې کمښت غوښتنه کړې وه، چې رایان‌ایر په ځواب کې خپلې الوتنې کمې کړې. دغه اعتصاب نه یوازې د فرانسې دننه الوتنې اغېزمنې کړې، بلکې د فرانسې له هوايي فضا تېرېدونکو نړیوالو الوتنو کې یې هم ګډوډي رامنځ ته کړې.

د ایرلند هوايي شرکت وویل چې د برېتانیا، یونان، هسپانیا او ایرلند ترمنځ الوتنې هم د اعتصاب له امله اغېزمنې شوې دي.

د رایان‌ایر اجرايوي رییس مایکل اولیري د اروپايي کمېسیون له مشرې اروسولا فون در لاین وغوښتل چې د اروپايي اتحادیې د هوايي ټرافیک کنټرول سیستم ژر اصلاح کړي، څو د دا ډول ګډوډیو مخه ونیول شي.

د فرانسې د هوايي ټرافیک څارونکو اعتصاب داسې مهال ترسره کیږي چې د ښه موسم او دوبي رخصتیو له امله ګڼ شمېر خلک د تفریح لپاره سفرونه کوي.

نور خبرونه

رادیو