تازه خبر

د ټرمپ استازی راتلونکې اونۍ له عراقچي سره په ناروې کې ګوري

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۲

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکاف غواړي راتلونکې اونۍ د ناروې په پلازمېنه اوسلوکې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وګوري او د اتومي خبرو بیا پیل کېدو ته لاره پرانېزي.

اکسیوس خبري شبکې د دوو باخبره سرچینو له قوله ویلي، چې د غونډې وروستۍ نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې او نه امریکا او نه هم ایران په رسمي توګه دا لیدنه تایید کړې ده، خو دواړو لوریو له پخوا راهیسې، د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال او وروسته، مستقیم تماسونه درلودل.

د رپوټ له مخې، د عمان او قطر چارواکو هم د منځګړو رول ترسره کړی دی.

سرچینو اکسیوس ته ویلي چې ایران د جګړې په لومړیو ورځو کې له امریکا سره د تعامل هیڅ تمایل نه درلود، خو اوس یې دریځ نرم شوی او د خبرو دروازې یو څه پرانیستې ښکاري.

نور خبرونه

رادیو