د پاکستان "اېکسپرېس ټربیون" ورځپاڼې په یوې مقاله کې ویلي، چې که افغانستان د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز ته داخل شي، نو د پاکستان او افغانستان د خلکو په ټولنيز او اقتصادي برخلیک کې به پرمختګ راشي.
په مقاله کې راغلي، دا چاره له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ممکنه نه ښکارېده؛ خو وروستيو پرمختګونو په دې برخه کې هيلې پياوړې کړي.
اېکسپرېس ټربیون د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د پخواني سفير او تقاعد شوي لوی درستيز ډاګټر رضا محمد یوه مقاله نشر کړې چې پکې راغلي: «د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر مياشت کې د پاکستا–افغانستان-چين درې اړخيزه غونډه کې د همکاريو تر سرلیک لاندې د پېښور او کابل د لویې لارې پر جوړولو موافقه وشوه.»
د نوموړي په خبره، دا هڅه د سوداګرۍ د پياوړتيا او د چين او پاکستان اقتصادي دهلیز ته د افغانستان د يو ځای کېدو فرصت ګڼل کېده.
په مقاله کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۰ کې د چين او ایران تر منځ د ستراتيژيکې ملګرتيا تفاهم لیک و، چې د دې پروژې ارزښت نږدې ۴۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېده او د ۲۵ کلونو لپاره پلان شوی و، چې د چابهار بندر پراختیا هم په کې شامله وه.
له دې لارې به د ایران- افغانستان- منځنۍ اسیا ټرانزيتي دهلېز د چين «یو کمربند یوه لار» سترې پروژې سره ونښلول شي.
دا به د تېلو او ګازو د سکتورونو د عصري کولو، د صنعتي زونونو د جوړولو، د پوځي او تخنیکي همکارۍ او چین ته د ارزانه نرخونو په رسولو کې مرسته وکړي.
په مقاله کې ویل شوي، چې په بېجینګ کې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه درېاړخیزه غونډې هیلهمندي بیا راژوندۍ کړې ده.
د مقالې له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې چین به د پېښور-کابل دهلېز پراختیا کې مرسته وکړي او اوس داسې ښکاري چې افغانستان به د خپلو ګټو لپاره دغه اقتصادي دهلېز ته ور ګډ شي.
په مقاله کې همداراز زیاته شوې، چې دغه هېوادونه باید د خپلو ولسونو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره ګډ کار وکړي
د اقتصادي پروژو په پيل سره به کارمونده زياته، د بېوزلی کچه ټیټه، د ښځو پر توانمندسازۍ، د چاپېريال ساتنې او د سيمې پر سولې او ثبات به مثبت اغېر وکړي.
لیکوال لیکلي: «افغانستان چې له بهرنیو پوځي مداخلاتو او داخلي شخړو اغېزمن شوی بېړني ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري.»
هغه زياته کړې: «د دې کړکېچ تر ټولو چټکه حللاره د ټرانزیتي سوداګرۍ پراختیا ده، چې ورپسې د د چین-پاکستان-افغانستان اقتصادي دهلېز پر محور د صنعتي زونونو جوړول به د افغانستان اقتصادي پرمختګ پياوړی کړي.»
د لندن د سواس پوهنتون استاد ارشین ادیب مقدم وایي، چې که ترکیه، ایران او هند هم د یو کمربند یوه لار او د چين – پاکستان – افغانستان اقتصادي دهلېز برخه شي، نو دا به لا ګټور شي.
د نوموړي په خبره، هند ته به دا اړیکه بېساري سوداګريز فرصتونه برابر کړي، ځکه چې له پاکستانه د ختیځ-لوېدیځ نښلېدونکې سوداګري به چټکه شي.
دغه مقاله وړاندیز کوي، چې دودیز دولتي سیاست ته دې ګډ اقتصادي پرمختګ هم ورزیات شي، څو د سرچینو څخه بډایه د هېوادونو ترمنځ تړلې سیمه په خپلو ظرفیتونو ترلاسه کړو.
مقاله زياتوي، چې دغه اقتصادي دهلېز د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړېکې پياوړې کوي او د اوږدې ملګرتيا بنسټ ږدي.
لیکوال د اندېښنې په ډول یادونه کړې، چې ښایي د دغو هېوادونو په وړاندې یو شمېر کړۍ مخالفتونه، خطرونه او د بریدونو پلانونه جوړ کړي؛ خو دغه درې هېوادونه باید له دې ننګونو ونه وېرېږي.