د یوې میاشتې په اوږدو کې؛ د کندهار د معتادینو د درملنې په مرکز کې لس تنه مړه شوي

۲ ورځې مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په یوه پخواني نظامي مرکز کې، چې په نېشه روږدي کسان پکې ساتل کیږي، د روغتییايي امکاناتو او په کافي اندازه د روغتيايي پرسونل د نشتوالي له امله په تېره یوه میاشت کې لس کسان مړه شوي دي.

سرچینو د چارشبنې په ورځ، د چنګاښ پر ۱۱مه افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل، چې د طالبان په کندهار ښار او ولسوالیو کې په نشه روږدي کسان تر نیولو وروسته دغه مرکز ته چې درمل، مسلکي روغتیا پالان او کافي خواړه نه لري، د درملنې لپاره انتقالوي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي:«دا روغتون نه دی بلکې زندان دی، هیرویینان د سختو دردونو له امله مړه کیږي او د هغوی جسدونه له دې مرکز څخه دباندې غورځول کیږي. سلګونه کسان دلته بندیان دي، نه سمه دوا ورکول کیږي، نه سمه ډوډۍ ورکول کیږي.»

دغه په نشه روږدي کسان د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په یوه پخوانې نظامي مرکز کې ساتل کیږي. دغه مرکز د تېر جمهوري نظام پرمهال د نظامي زده کړو لپاره جوړ شوی و.

سرچینې وايي، په نشه د روږدو کسانو په دغه مرکز کې د روغتون په ډول هېڅ اسانتیاوې نشته او د زندان بڼه لري.

د کندهار له عامې روغتیا ریاست څخه هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې طالبان په نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره کافي درمل او روغتیا پالان نه شي چمتو کولای، چې له دې امله په هره اونۍ کې له دوو څخه تر دریو پورې په نشه روږدي کسان په دغه مرکز کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې طالبان په نشه د روږدو کسانو د درملنې په نوم دغه مرکز کې له اتو سوو څخه ډېر کسان ساتي.

نور خبرونه

رادیو