کراچۍ کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان دي

۸ ساعتونه مخکې

د کراچۍ په لیاري سیمه کې یوه پنځه پوړیزه استوګنیزه ودانۍ نړېدلې، چې له امله یې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان دي.

د اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې؛ په ټپیانو کې درې ښځې هم شاملې دي او د یو کس روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

د ژغورنې ډلې وایي، ښایي ځینې کسان تر خاورو لاندې بند پاتې وي چې د ژغورنې لپاره یې عملیات روان دي.

نور خبرونه

رادیو