د طالبانو پوهنې وزارت د شنبې په ورځ « د چنګاښ ۷مه» یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سختې ګرمۍ له کبله به د سړو سیمو ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د پنځو ورځو لپاره رخصت وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ښوونځي به د راتلونکې چهارشنبې څخه تر یکشنبې ورځې پورې چې د چنګاښ ۱۵مه کیږي بند وي. یاد وزارت وایي، د چنګاښ په ۱۶مه به د ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پیل شي او د همدې میاشتې تر پایه به دوام وکړي چې له پای ته رسېدو سره سم به یې د اوړي رخصتۍ همپیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې لا تر دې دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر یوناما د تودوخې د لوړو څپو د راتلو خبرداری ورکړی و.
یاد دفتر ویلي و چې د جولای میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به په افغانستان کې د سختې ګرمۍ څپه راشي چې د اټکل له مخې به په ډېرو سیمو کې د تودوخې منځنۍ کچې، د سانتي ګراډ په اندازه له ۲ تر ۱۰ درجو پورې له اوسني حالته لوړه وي.
افغانستان په نړۍ کې یو له هغو پنځو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون د ناببره څپې له کبله ډیر زیانمونکی دی.
په وروستیو کې زلزلو، ځمکو ښویدنې، طوفانونو او سېلابونو د افغانستان بېلابېلې سیمې سختې وځپلې چې له کبله یې د درنو ځاني او مالي زیانونو د اوښتلو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.