ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د پولیسو عمومي قوماندانۍ ته د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو امر شوی دی. بل خوا په هرات کې سیمهییزو طالب چارواکو ویلي، چې د تېرو دوو ورځو په لړ کې له ایران څخه ۶۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.
د ایران مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد د پولیسو عمومي قوماندانۍ ته د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو امر شوی دی.
د فراجا د سرحدي ځواکونو قوماندان احمد علي ګودرزي ویلي، د ناقانونه افغان کډوالو شړل د ایرانیانو جدي غوښتنه ده.
همدارنګه نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د افغانانو اېستل یوازې حکومتي نه بلکي یوه ملي غوښتنه ده.
احمد علي ګودرزي ویلي:« د نوې پرېکړې له مخي، هر هغه کور یا ملکیت چې افغان وګړو ته په کرایه ورکړل شوی، د کرايي قانوني سند یې نور باطل دی.»
پر همدغه مهال په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه له ۶۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته راستانه کړل شوي دي.
په هرات کې سیمهييز طالب مسولینو ویلي، چې له ایران نه د رستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د سرپناه او خواړو لپاره یې چمتوالی نیولي دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لېدنې پرمهال په ډیلهییز او جبري ډول د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښه ښودلې او له ایران څخه یې غوښتنه کړې، چې د ښه ګاونډیتوب اصول په پام کې ونیسي.