د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د شنبې په ورځ ويلي، چې د کال له پیل راهیسې ۱.۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره اېستل شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې په ډله ییزه توګه اېستل کولی شي په افغانستان کې کړکیچ لا پسې ژور کړي.
ایران او پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو پروسه پیل کړه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي، چې د ۱.۲ میلیونه اېستل شويو افغانانو له ډلې څخه له نیمایي ډېر یې د ایران له خوا د مارچ د ۲۰ نېټې د ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه سازمان په خبره، ایران سږکال له ۳۶۶ زره څخه ډېر افغانان اېستلي دي، چې کډوال او هغه خلک هم پکې شامل دي چې د کډوالۍ ورته شرایطو کې دي.
د ستانه شويو افغانانو تر ټولو لوړه شمېره د جون په ۲۶مه ثبت شوې ده، کله چې په یوه ورځ کې له ۳۶ زرو ډېر افغانان له پولې واوښتل.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي عرفات جمال وویل: «افغان کورنۍ یو ځل بیا له خپلو کورونو بېځایه کېږي. دوی له ډېر لږ شتمنیو سره ستړي، وږې او د نامعلوم راتلونکي له وېرې سره داسې هېواد ته داخلېږي چې ډېرو یې هېڅکله ژوند پکې نهدی کړی.»
هغه زیاته کړه، چې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د سفر د ازادۍ، زدهکړې او کار په څېر د بنسټیزو حقونو د محدودیتونو له امله اندېښمنې دي.
دا مهال له نیمايي زیات افغانان د بشري مرستو پر مټ ژوند کوي؛ خو د طالبانو د پالیسۍ پر وړاندې نړۍوال مخالفتونه او د مرستو د بودیجې شدید کمښت حالت لا خراب کړی دی.
د ایران لوی څارنوال محمد موحدي ازاد د شنبې په ورځ وویل، چې ناقانونه بهرني وګړي باید ژر تر ژره له هېواده ووځي، که نه نو له قانوني تعقیب سره به مخ شي.
ایراني چارواکي وايي، چې شاوخوا ۶ میلیونه افغانان په ایران کې اوسېږي، چې له دې ډلې شاوخوا ۲.۵ میلیونه یې قانوني اسناد نه لري.
د طالبانو د بخښنې او مرستې ژمنه
په دې وروستيو کې د طالبانو ریيس الوزرا ويلي، ټول هغه افغانان چې د تېر حکومت تر ړنګېدو وروسته له هېواده وتلي، کولای شي ازادانه بېرته راستانه شي او دوی به خوندي وي.
خو له دې سره چې طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې، ملګري ملتونه تاييدوي چې طالبانو يو شمېر د پخواني حکومت سرتېري او کارکوونکي نيولي، شکنجه کړي او ان په ځينو مواردو کې یې وژلي دي.
يو شمېر کډوال په ځانګړې توګه پخواني امنيتي مامورين له دې وېرې چې طالبان به ترې غچ واخلي، هېواد ته د بېرته ستنېدو څخه سخت اندېښمن دي.