د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د شنبې په ورځ د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هرات ته له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریس احمد الله متقي ویلي، په وروستۍ یوه اونۍ کې نږدې سل زره افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوې دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
ټاکل شوې ده، چې د طالبانو چارواکي له ایران څخه د د راستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت د ارزونې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د "بېړنیو اقداماتو" ترسره کولو لپاره د اسلام کلا پولې ته سفر وکړي.
دې سره هممهاله په هرات کې د ډلهییزو کډوالو په راتګ سره خلک د کورونو د لوړو کرایو څخه شکایت کوي او وایي چې د کورونو کرایې لوړې شوي او دوی یې د ورکړې توان نه لري.