ملګري ملتونه: افغانان د ۲۰۲۶ کال لپاره د بیا مېشتېدو تر ټولو لوړې نړیوالې اړتیا سره مخ دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۶

اې این ای د افغانستان د رسنیو له قوله خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۲.۵ میلیونه کډوال بیا مېشتېدو ته اړتیا لري.

په خبر کې ویل شوي، چې په دې کې افغانان تر ټولو زيات اړمن وګړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټيفن دوجاریک د جمعه په ورځ رسنيو ته ویلي: «زموږ همکارانو د کډوالو په اړه یو راپور خپور کړی، چې یونیسیار اټکل کړی، چې په ۲۰۲۶ کال کې به په ټوله نړۍ کې ۲.۵ میلیونه کډوال بیا مېشتېدو ته اړتيا ولري.»

نوموړي ویلي، که څه هم دا شمېره لوړه ده؛ خو د ۲۰۲۵ کال له ۲.۹ میلیونه کډوالو څخه کمه ده.

هغه په راتلونکي کال کې د کډوالو د بیا مېشتېدو د کمښت لاملونه په سوريه کې د وضعت ښه کېدل یاد کړه، چې ډېری خلک بیرته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د بیا مېشتېدو تر ټولو زيات اړمن کډوال افغانان، ورپسې سوريایان، د جنوبي سوډان اوسېدونکي، د روهینګیا مسلمانان او کانګولیان هم په کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان دفتر ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د لومړيو پنځو میاشتو په ترڅ کې له ایران او پاکستان څخه تر ۳۹۳ زره زیات افغان کډوال ایستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور د معلوماتو له مخي، چې له تاجکستان څخه هم د ۲۶۴ د کډوالو د ایستلو قضيې ثبت شوي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان ګاونډیو هېوادنو د افغان کډولو جبري ویستلو ته مخه کړې او لسګونه افغانان یې له خپلو هېوادونو جبري افغانستان ته ستانه کړي دي، ایران او پاکستان هغه هېوادونه چې تر ټولو ډېر افغان کډاول پکې مېشت دي او زیات شمېر کې کډوال یې جبري له خپلو هېوادونو ویستي دي.

نور خبرونه

رادیو