محسن داوړ: علي وزیر له خپلې کورنۍ سره د لیدو اجازه نه لري او وضعیت یې هم په خرابېدو دی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۵

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ وایي، په زندان کې د علي وزیر روغتیايي وضعیت مخ په خرابېدو دی او هغه ته ان له خپلې کورنۍ سره د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، «له علي وزیر سره کېدونکی چلند له شرم هم ورهاخوا چلند دی.»

محسن دواړ زیاته کړې، چې د یوه کال راهیسې پاکستاني حکومت په درواغجنو تورونو علي وزیر زنداني کړی او لا یې هم برخلیک نامعلوم دی.

داوړ وایي: «موږ د هغه د سملاسي خوشې کېدو غوښتونکي یو».

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر کال وړاندې د اسلام اباد په پېمز روغتون کې پاکستاني پولیسو د درملنې پر مهال نیولی و.

که څه هم د بشري حقونو بنسټونو تر څنګ یو شمېر سیاست‌والو هم د هغه د خوشې کېدو غوښتنې کړې؛ خو پاکستان ورته چندان پاملرنه نه ده کړې.

علي وزیر په سند ایالت کې زنداني دی او تر دې دمخه یې هم د روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنې شریکې شوې وې.

د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د هغه ملګرو څو، څو ځله د علي وزیر نیول کېدل نه یوازې ظالمانه بللي؛ بلکې غوښتنه یې کړې، چې ژر تر ژره باید خوشې شي.

نور خبرونه

رادیو