د هرات سیمهییزو طالب چارواکو ویلي، چې ایران یوازې د چهارشنبې په ورځ له خپلې خاورې تر ۳۰ زرو ډېر افغان کډوال د اسلامکلا له لارې اېستلي دي.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي احمدالله متقي په خواله رسنۍ اېکس کې لیکلي دي: «له ایران څخه د کډوالو د راستنېدو لړۍ لا هم روانه ده او تر سبا سهار پورې به دوام ولري. اوسمهال لسګونه نور موټر چې کډوال پکې سپاره دي، د افغانستان پر لور روان دي.»
هغه زیاتوي، چې دا کډوال له بېلابېلو ستونزو، محدودیتونو او اقتصادي فشارونو سره په جبري ډول اړ کړای شوي، چې له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شي.»
د کډوالو د چارو محلي ادارو د کډوالو لپاره د لومړنیو خدماتو چمتو کولو هڅې پیل کړې دي، خو د امکاناتو کموالی د جدي اندېښنې وړ ګڼل کېږي.
د راپورونو له مخې، دا شمېرې یوازې د نن ورځې لپاره ثبت شوې دي او که دغه بهیر دوام ومومي، نو ښایي د افغانستان پر سرحدي ولایتونو نور بشري فشارونه هم زیات شي.
بلخوا، په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي وویل چې د ایران حکومت به د افغان کډوالو پر وړاندې په زوره د ستنولو دا « ظالمانه او غېرقانوني » اقدام ترسره نه کړي.
هغه زیاته کړې ده: «په ایران کې د استوګنې له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو د تنظیم (شړلو) پروسه یو کال وړاندې له طالب چارواکو سره په مشوره پیل شوې او لا هم روانه ده.»
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو ورځو کې د ایران او اسراییل د جګړې پر مهال په ایران کې د افغان کډوالو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي دي.