د پښتونخوا په لرې پرتو سیمو کې ښځې لا هم له روغتیايي خدمتونو بې‌ برخې دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۴

د خېبر پښتونخوا په ګڼو لرې پرتو سیمو کې ښځې لا هم د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي، چې دا چاره نه یوازې د ښځینه ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د مېندو او نویو زېږېدونکو ماشومانو د مړینې په کچه کې زیاتوالی راولي.

پاکستاني رسنۍ ټرایبل نیوز د موضوع اړوند په پښتونخوا کې د تیرا درې د یوې ډاکټرې کیسه راخیستې، چې څنګه یې د سختو امنیتي او ټولنیزو ننګونو سره د دغه سیمې مېرمنو ته روغتیایي چوپړ ترسره کړی دی.

ټرایبل نیوز په خپل راپور کې لیکي: «په تیرا دره کې د نجونو تعلیم د ټولنیزو بندیزونو تر سیوري لاندې خاورې شوی؛ موسیقي پکې دومره حرامه ده چې هېڅ مور زړه نه ښه کوي چې پر خپلې لور د غزل نوم کېږدي، نو دا چې تعلیم نشته، ښځینه ډاکترې به څنګه پیدا شي؟ بې‌تعلیمه مور، بې‌تعلیمه نسل روزي.»

په راپور کې راغلي: « یو تازه فارغه شوې ډاکتره چې نوې له لندن څخه راګرځېدلې وه، پرېکړه یې وکړه چې دا ننګونه ومني، هغه تیرا ته روانه شوه او لومړۍ ورځ یې امنیتي پوستو ته ورسوله، بله ورځ یې د وسله‌والو تر حضور لاندې سیمې ته ځان ورساوه، هغه ځای ته چې نه انټرنټ، نه ټرانسپورت او نه بازار وو، خو دا پر شا نه شوه.»

راپور کې زیاته شوې، د سیمې د خلکو ځینو برخو د هغې خپلواکي ونه زغمله، اوازې یې خپرې کړې او د هغې شخصیت یې تر پوښتنې لاندې راوست، خو کله چې یوه مېرمن د زېږون له بېړني حالت سره مخ شوه، سړکونه تړلي وو، قابله بې وسه وه، نو هماغه ډاکتره یې یوازینۍ هیله وه. ډاکترې په غېر تجهیز شوي روغتیايي مرکز کې د زېږون مسوولیت واخېست، مور او ماشوم دواړه یې وژغورل. خلکو ولیدل چې دا یوازې ډاکتره نه، بلکې ژوند بښونکې ده.

دا ډاکټره چې ملاله نومېده، یوه غښتلې ښځه وه چې له سختیو سره بلد وه، کلونه وروسته، د خپل تخصص لپاره بېرته برتانیې ته وګرځېده، ټول کلی غمجن و، خو ویاړمن هم وو.

له هغه وخت څخه ۲۵ کاله وروسته، هماغه ماشومه چې هغې ډاکترې وژغورله، د کلي لومړۍ ښځینه ډاکتره ده، ملاله افریدي چې نوم یې د هغې ډاکترې له درناوي اخیستل شوی، کومه چې د ژوند په تر ټولو تور مهال کې د دوی هیله شوې وه.

تیرا لا هم له ستونزو ډک دی، خو خپل لومړنی بدلون یې د یوې داسې ښځې له لارې ولید، چې هلته ولاړه، چېرې چې هېچا زړه نه ښه کاوه، هغې یوازې ماشومانو ته زېږون نه دی ورکړی، بلکې امیدونه یې زېږولي دي.

د یادولو وړ ده، چې د تیرا، باجوړ، مهمند، شمالي او سوېلي وزیرستان په ګډون یو شمېر قبایلي او غرنیزو سیمو کې د ښځو لپاره د ځانګړو روغتیايي مرکزونو، تجربه‌کارو قابلو او ښځینه ډاکترانو نشتوالی لاهم تر ټولو ستره اندېښنه ده.

نور خبرونه

رادیو