طالبان وایي، له اسراییل سره تر جګړې وروسته ایران د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر بیا چټک کړی دی.
په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې له اسراییل سره د جګړې تر پیل مخکې ایران هره ورځ د اسلامکلا له لارې شاوخوا ۳۰۰۰ افغان کډوال په زور بېرته لېږل، خو اوس دا شمېره هره ورځ تر ۱۰٬۰۰۰ پورې رسېدلې ده.
احمدالله زیاته کړې: «له جګړې وړاندې به هره ورځ ۳۰۰۰ کسان په زور له ایرانه شړل کېدل او شاوخوا ۴۰۰۰ نور به په خپله خوښه د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستانه کېدل، خو اوس دا شمېر څو چنده زیات شوی دی.»
هغه خبرداری ورکړی، چې کېدای شي په راتلونکو ورځو کې له ایران څخه په جبري ډول د افغان کډوال په ستنولو کې لا زیاتوالی راشي او دا شمېرې هره ورځ له ۱۵ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې لوړې شي.
بلخوا په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي وایی، چې د ایران حکومت به د افغان کډوالو پر وړاندې دا « ظالمانه او غېر قانوني » اقدام ترسره نه کړي.
هغه زیاته کړې ده: «په ایران کې د استوګنې له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو د شړلو پروسه یو کال مخکې د طالب چارواکو په مشوره پیل شوې او لا هم روانه ده.»
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو ورځو کې د ایران او اسراییل د جګړې پر مهال هم په ایران کې د افغان کډوالو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي دي.