د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ادعا کوي، چې په سوېلي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال یې د هند تر ملاتړ لاندې ۱۱ وسلهوال وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه دفتر زياته کړې، چې په دې عملیاتو کې د پوځ دوه سرتېري هم وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د استخباراتي معلوماتو له مخې يې په سوېلي وزيرستان کې د هند سره تړلي ۱۱ وسله وال وژلي او ۷ نور يې ټپيان کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د وسله والو په ډزو کې د پوځ د عملیاتو مشر افسر مېجر سید معیظ عباس شاه له یوه بل سرتېري لانس نایک جبران الله سره وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلی، چې په سیمه کې به یې پراخ عملیات تر هغو دوام ولري، چې ټول وسله وال یې ځپلي نه وي.