د بښنې نړۍوال سازمان په خیبر پښتونخوا کې پر ملکيانو د بېپېلوټه الوتکو د بریدونو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دا بریدونه د هغوی د ژوند پر وړاندې د پاکستاني چارواکو «بېپروايي» ښيي.
دغه سازمان سېشنبه (د چنګاښ ۳مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، په دې بریدونو کې چې د روان کال له پیل راهیسې یې زیاتوالی موندلی؛ د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي. په وروستۍ پېښه کې هم یو ماشوم وژل دی.»
د یاد نړۍوال بنسټ په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې د پاکستان پوځ او چارواکي په خېبر پښتونخوا کې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب په برخه کې ناکام دی.
په بیان کې زیاته شوې: «د پاکستان پوځ او چارواکي په خېبر پښتونخوا کې د ملکيانو د ژوند او ملکیت په ساتنه کې ناکام دي. د بېپیلوټه الوتکو پرلهپسې بریدونه چې کورونه او ان د والیبال لوبې په نښه کوي، د ملکیانو د ژوند پر وړاندې بېپروايي ښیي.»
د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د وژونکو بریدونو لپاره د بې پیلوټه الوتکو چې د ملکيانو د ناقانونه وژنې لامل کېږي؛ له نړۍوال قانون نه سرغړونه ده.
په بیان کې ویل شوي، چې پاکستاني چارواکي ان که د دې بریدونو مستقیم مسوولیت نه مني؛ مکلف دي چې د دې پېښو په اړه چټکې، خپلواکې، رڼې او ګټورې پلټنې وکړي او د عادلانه قضايي بهیر له لارې مجرمان ځواب ویلو ته اړ کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د خېبر پښتونخوا ولسي وګړو د قربانیانو کورنیو ته د جبران او غرامت ورکړې غوښتنه کړې ده.
دغه نړۍوال بنسټ داسې مهال په خېبر پښتونخوا کې د ملکیانو د ژوند پر وړاندې د پاکستاني چارواکو د بېپروايۍ په اړه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې یاده سیمه د ټيتيپي او پاکستاني پوځ ترمنځ د سخت تاوتریخوالي شاهده ده.
د یادونې ده، چې پاکستانی پوځ له تېرو څو کلونو راهیسې د ترهګرۍ د ځپلو ادعا په موخه خېبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه وزیرستان کې پوځي بریدونه کوي، چې د دې بریدونو ډېری قربانیان ملکیان دي.