د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ایران او اسراییل تر منځ روانې جګړې د افغانستان پر بازارونو او سوداګرۍ هیڅ اغېز نه دی کړی.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان ملي راډیو ته ویلي: «د توکو واردات، ټرانزیټ او بازار ته عرضه عادي روانه ده او د لومړنیو توکو نرخونه نه دي بدل شوي. خلک باید اندېښنه ونه لري».
نوموړي زیاته کړه، د خوراکي توکو د کمښت په اړه خپاره شوي راپورونه یوازې د خلکو شخصي نظرونه دي او د رسمي معلوماتو جنبه نه لري؛ خو له دې مخکې د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري د روسیې په اقتصادي کنفرانس کې ویلي و، چې دوی له روسیې سره د ځینو خوراکي توکو د وارداتو په اړه خبرې پیل کړې دي.
د دغه اقدام لامل یې دا ښوولی، که د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه اوږده او پراخه شي؛ نو دا به د افغانستان پر وارداتو هم اغېز وکړي.
عمري ویلي و: «موږ لا هم پر هغو توکو تکیه لرو، چې له ایران نه راځي. که هلته ستونزه پېښه شي، پر موږ به هم اغېز وکړي».
ایران افغانستان ته لبنیات او نور خوراکي توکي صادروي او د جګړې د دوام له امله دا وېره شته، چې په دغه سوداګرۍ کې ځنډ و خنډ رامنځته شي.
روسیه په نړۍ کې د غنمو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی، چې قزاقستان او مسکور دواړه د افغانستان د اوړو اصلي تامینوونکي دي.
روسیه له دې ور هاخوا غوړي او بوره هم افغانستان ته صادروي.