د افغان کډوالو د ستنولو د دویم پړاو په لړ کې، د پاکستان حکومت تېره ورځ ۸۳۷ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړي دي.
د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې په خپرو کړو معلوماتو کې راغلي، چې په لېږدول شویو افغان کډوالو کې ۲۲۷ تنه د (ACC) کارټ لرونکي او ۶۱۰ نور بې اسناده افغانان شامل دي.
دغه اداره زیاتوي، چې ۸۳۴ تنه یې د تورخم له لارې او ۳ تنه نور یې د انګور اډې له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.
بلخوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې پر افغانستان د دې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې له ۵ میلیونو ډېر کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني زیاته کړې، دغه کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
حقاني د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزون سره په خبرو کې وویل، چې د راستانه شویو کډوالو په منځ کې ۳۱۰ زره کورنۍ شاملې دي، چې له دوو میلیونو څخه ډېر کسان جوړوي.
هغه زیاته کړه، چې له دې سربېره له دوو میلیونو څخه ډېر نور بېرتهراستانه شوي کسان بې له کورنیو دي.
د هغه په وینا، واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو راهیسې ټول ټال ۵ میلیونه او ۲۰۰ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکيې د افغان کډوالو په جبري ډول د ستنولو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ په سلګونه افغانان تر نیولو وروسته افغانستان ته ستنوي.