ظاهر قدیر ته د استيناف غوښتنې لپاره د کینیا محکمې یوه میاشت وخت ورکړی

۱۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال عبدالظاهر قدیر ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړي ته د استناف غوښتنې لپاره د کینیا محکمې یوه میاشت وخت ورکړی دی.

دوی زیاتوي په دې موده کې به ظاهر قدیر محکمې ته د لګېدلو تورونو د سپیناوي لپاره مستند سندونه وړاندې کوي.

قدیر ته نژدې سرچینو نن شنبه (د غبرګولي ۲۴مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې د ظاهر قدیر وکېلانو له محکمې څخه یوه میاشت وخت اخیستی ترڅو پر لګېدلي تورونو سپیناوی وکړي.

عبدالظاهر قدیر ته نږدې سرچینې وایي:« وکیلانو له محکمې یوه میاشت وخت اخیستی او د هغه وکیلان به د لګېدلو تورونو د سپیناوي لپاره محکمې ته اسناد او ویډیوګانې وړاندې کوي.»

تر دې مخکې د ظاهر قدیر کورنۍ د غبرګولي په ۴مه نېټه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د ظاهر قدیر وکیل له خوا محکمې ته د استیناف غوښتنې غوښتلیک ورکړل شوی.

هغه وخت د ظاهر قدیر کورنۍ ځینې غړو تمه لرله چې محکمه د ظاهر قدیر درخواست ومني او امریکا ته ونه سپارل شي او خپل هېواد ته راستون شي.

د عبدالظاهر قدیر وکیل له محکمې غوښتي وو، چې د حکم د تطبیق موقتي ځنډ منظور کړي چې د استیناف لپاره وخت ولري. خو قاضي دا غوښتنه هم رد کړې وه او ویلي و چې استیناف له ځنډ پرته هم ممکن دی.

د نایروبي محکمې پرېکړه کړې وه، چې نوموړی د مخدره توکو د قاچاق او د غیر قانوني وسلو د لرلو په تور په متحده ایالاتو کې مطلوب دی، باید امریکا ته وسپارل شي.

د میلیماني عالي جزایي قاضي بنمارک اېکهوبي په مشرۍ په حکم کې راغلي و، چې د قدیر د استرداد غوښتنه مشروع ده او د وړاندې شویو شواهدو له مخې د استرداد شرایط پوره شوي دي.

د نایروبي د عامه دعوو مشر څارنوال ویکتور جوما اوويتي د محکمې له وروستۍ غونډې وروسته وویل چې تورونه د نشه‌یي توکو قاچاق او غیرقانوني وسلو درلودل دي او دا د استرداد لپاره مشروع بنسټ برابروي.

ظاهر قدیر له قطر نه کینیا ته د سفر پرمهال د اپریل پر۱۴مه په نایروبي کې له سفاري پارک هوټل څخه ونیول شو.

د متحده ایالاتو د نیویارک د سویلي ولسوالۍ فدرالي محکمې د مارچ پر ۲۵مه نېټه د قدیر د نیولو حکم صادر کړی و. هغه د مخدره موادو د قاچاق، د درنو وسلو ساتلو د توطیې په تور تورن دی.

نور خبرونه

رادیو