طالبان: د غزني له موزیم څخه ځیني تاریخي اثار د قطر نندارتون ته لېږدول کېږي

۱۰ ساعتونه مخکې

د ⁧‫غزني‬⁩ ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، چي د دې ولایت له موزیم څخه اته قلمه تاریخي اثار د قطر نړیوال نندارتون ته لېږدول کیږي.

ملا حمیدالله نثار زیاتوي چې دا اثار د اسلامي تمدن سره تړاو لري او دا به د افغاستان د تاریخي ارزښتونه استازیتوب وکړي.

د طالبانو د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار دغې ډلې ته نږدې رسنۍ امید راډیو سره په مرکه کې د دې اثارو د لېږد په اړه ویلي.

په غزني کې فرهنګي فعالان دا کار کلتوري پرمختک بولي او زیاتوي چې افغانستان د تېرو جګړو ترڅنګ غني تمدن لري.

د غزني لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا نه ده په ډاکه کړې، چې دا اثار به په څه ډول او د څومره وخت لپاره قطر ته ولېږدول شي او نه دا روښانه ده، چې کېدونکی نندارتون په کومه نېټه ترسره کېږي.

د غزني موزیم د افغانستان یوه له مهمو موزیمونو بلل کېږي، چېرې چې د اسلامي دورې تاریخي اثار پکې ساتل کېږي

نور خبرونه

رادیو