د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د برېښنا د زیاتې پرچاوۍ په غبرګون کې ویلي، چې پېښور په تیاره کې دی، خو د پښتونخوا په برېښنا لاهور، پینډۍ او اسلام اباد روښانه دي.
دغه پښتون سیاستوال پر خپل اېکس لیکلي، چې د برېښنا د زیاتې پرچاوۍ له امله ماشومان، لوړ عمر لرونکي کسان او ناروغان د سختې ګرمۍ له امله له ستونزو سره مخ دي، خو د پښتونخوا له برېښنا څخه لاهور، پینډۍ او اسلام ګټه اخلي.
نوموړي پر حکومت نیوکه کړې چې د همدې کمي برېښنا لګښتونه هم لوړ دي او حکومت د پښتونخوا حق تر پښو لاندې کړی دی. ایمل ولي خان زیاتوي، «زموږ په خاوره کې هغه بجلي جوړیږي، چې د یو یونټ لګښت یې د یوې روپۍ نه هم کم دی، خو همغه بجلي موږ ته له ۴۰ روپیو نه هم زیاته مېلاویږي. دا ظلم او نا انصافيي د زغملو وړ نه ده.»
نوموړي ویلي، چې یوازې برېښنا نه بلکي، حکومت د پښتونخوا وسایل هم لاندې کړي او د ځايي خلکو په پرتله یې ګټه د لاهور، پینډۍ او اسلام اباد خلکو ته رسیږي.
دغه پښتون سیاستوال ویلي، چې وخت رارسیدلی، چې پر خپلو وسایلو خپل قانوني حق ترلاسه کړي.
تردې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خیبر پښتونخوا کې په کانونو او نورو طبیعي زیرمو کې د خپل حق لپاره غږ پورته کړی و.