طالبان: تېره ورځ ۳۵۶ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې په تېره یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵۶ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه کمېسيون د درالانشا په حواله راپور ورکړی، چې د (غبرګولي په ۲۰مه) نېټه د ننګرهار ولایت تورخم له لارې ۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاده نېټه له ایران څخه د نیمروز ولایت ورېښمو پله له لارې ۲۰ کورنۍ او د هرات ولایت اسلام کلا له لارې ۳۳۱ کورنۍ چې ټولټال ۱۳۹۹ تنه کېږي، افغانستان ته راستانه شوي دي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر په سپیدار ماڼۍ کې د لوی اختر په مناسب جوړې شوې غونډه کې چې طالب لوړپوړو چارواکو او د ځینو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په کې برخه اخیستې وه، وویل: «موږ له پاکستاني چارواکو مننه کوو، چې د افغان کډوالو پر وړاندې یې زور زیاتی کم کړی او په جبري توګه د اېستلو په لړۍ کې یې کمښت راوستی دی».

هغه زیاته کړه: «د افغانانو له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې له صبر او زغم کار واخلي.»

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په داسې حال کې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو په ستنولو کې د کمښت او نرمښت خبره کړې، چې دغه هېواد هره ورځ په سلګونه کډوال نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته لېږدوي.

نور خبرونه

رادیو