یونیسف له ایران سره د افغان ماشومانو او میرمنو د ملاتړ هوکړه لاسلیک کړې

پرون

په ایران کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) موقتي استازې مونیکا اولیدزکا نیلسن د ایران د کډوالو ادارې له رییس نادر یار احمدي سره د افغان کډوالو ماشومانو او میرمنو د ملاتړ په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړی.

اولیډزکا نیلسن ویلي چې دا تفاهم لیک به د زده کړې، روغتیا ساتنې، ماشومانو خوندیتوب او بیړنيو حالتونو ته د چمتووالي په برخو کې د دواړو ادارو ظرفیتونه کې پیاوړي کړي.

نوموړې هیله څرګنده کړې چې دا همکاري به په ایران کې هر ماشوم ته، پرته له دې چې د زیږیدو ځای یې چېرې وي، د ژوند کولو، ودې او د خپلو وړتیاوو درک کولو فرصت برابر کړي.

د ایران د ایسنا اژانس د رپوټ له مخې، یار احمدي د یونیسف هڅې وستایلې او ویې ویل چې لاسلیک شوی تفاهم لیک د زیانمنو ډلو د ژوند شرایطو ښه کولو او هغوی ته د غوره فرصتونو برابرولو پر لور یو مهم ګام دی.

هغه زیاته کړې چې افغان میرمنې چې لویې کورنۍ لري، د خپلو ماشومانو په روزنه کې له ډیرو ننګونو سره مخ دي.

یار احمدي وايي، د دواړو خواوو ترمنځ همکاري یوازې پر مالي فکتورونو ولاړه نه ده، بلکې هېواد یې هڅه کوي چې د یونیسف له تخصص ګټه واخلي.

نور خبرونه

رادیو