سږ کال لوی اختر په افغانستان کې د طالبانو په امر له عربي او نورو اسلامي هېوادونو یوه ورځ وروسته په داسې حال کې ونمانځل شو، چې ډېر شمېر متقاعدینو د مالي ستونزو له امله د اختر خوښي یوازې له ورایه کتلې ده.

امیر محمد خان چې ۷۰ کاله عمر لري او یو متقاید ښوونکی دی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې وویل، « اختر ډېر پیکه و، بازار ته لاړم؛ خو هیچا پور رانکړ. لمسیان مې سترګې په لار وو، چې یو څه ورته راوړم؛ خو زه له بازاره تش لاسونه کور ته راغلم.»
ښوونکی امیر محمد خان زیاتوي، « ماته مې د خپل شهید شوي زوی څخه پنځه یتیمان را پاتې دي او له بلې خوا میاشتې وشوې، چې طالبانو مې د تقاعد مالي حقوق نه‌دي راکړي. د اختر ورځ راباندې په ډېرې سختۍ تېره شوه، ځکه چې ما د خپلو لمسیانو تمې پوره نه کړای شوې. »
دا یوازې امیر محمد خان نه‌دی، چې د طالبانو ادارې له‌خوا ورته د تقاعد حقوق د نه ورکړې له امله د ستونزو او فشارونو سره لاس او ګرېوان دی؛ بلکې د هېواد ګڼ شمېر متقاعدین له ورته حالت سره مخ دي.
بي‌بي ګل مینه یوې بلې متقاعدې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «موږ خو څه له طالبانو خیرات نه غواړو دا مو حق دی. ۳۰ کاله مې د افغانستان دولت لپاره کار کړی؛ خو اوس دومره توان نه لرم، چې د ځان لپاره درمل واخلم.»
بي‌بي ګل مینه زیاتوي، ډېره موده وشوه چې د تقاعد پېسې یې نه‌دي اخیستې؛ که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو لرې نه‌ده چې هغه خیرات ټولولو ته اړه شي.
ګل مینه افغانستان انټرنشنل پښتو ته خپلې خبرې یو وار بیا تکرار کړې او زیاته یې کړه:« د وږو تقاعد شویو، بې وزلو ماشومانو اوښکو او ژړا عرش هم لړزولی؛ خو طالبان دغه ژړا او فریاد نه اوري. موږ به له دوی تر وروستۍ سلګۍ د خپلو حقونو غوښتنه وکړو.»
طالبانو له څلورو کالونه راهیسې د هېواد متقاعدینو ته په داسې حال کې خپل تقاعد نه دی ورکړی، چې د کار قانون، د ملکي خدمتونو د تقاعد مقررې او د نړۍوالو حقوقي سندونو پر بنسټ، چې افغانستان لاسلیک کړی؛ دولتي ادارې مکلفې دي، چې متقاعدینو ته تقاعد ورکړي.
د یادولو وړ ده، چې د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ؛ خو څو میاشتې تېرې شوې، چې لا هم د تقاعد کوونکو ستونزه نه ده حل شوې.
په هغه وخت کې ځینو متقاعدینو وویل، چې ملا هبت الله اخندزاده د متقاعدینو د تنخواوو د ورکړې اراده نه لري.
دغه تقاعد شوي کسان د تنخواوو د ورکړې په موخه د طالبانو ځانګړې محکمې ته راجع شوي؛ خو تر اوسه دغې محکمې د دوی د تنخواوو د ورکړې حکم نه دی صادر کړی.

نور خبرونه

رادیو