د ایران د بشری حقونو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه هېواد د کرج په قزل حصار زندان کې د دوو افغانانو په ګډون اووه تنه اعدام کړل. یاد کسان د «قتل» او «جنسي تیري» جلا جلا قضیو په تور اعدام شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې یاد کسان د «قتل» او «جنسي تیري» جلا جلا قضیو په تور د ایران د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د ایران د حکومت له خوا د دوو اعدام شویو افغان وګړو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي او ایراني رسنیو هم تر اوسه د یادو اعدامونو په اړه څه نه دي ویلي.
د ایران د بشري حقونو سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې د غبرګولي په ۱۴مه هم په یاد زندان کې د احمد الله اسماعیلي په نوم ۳۱ کلن افغان چې د فاریاب ولایت اوسیدونکی و، د «قتل» په تور او د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه د شکرالله په نوم بل افغان د «جنسي تیري» په تور اعدام شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې د غبرګولي په ۱۲مه هم په یاد زندان کې د علي خردمن، سجاد نبي زاده او یاسین اقايي په ګډون شپږ تنه اعدام شوي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان د کلني راپور له مخې، تهران په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۴۱۹ کسان د «قتل» په تور اعدام کړي دي.