ایران فرنټ پیج د غېر دولتي موسسې (مرسي کورپس) د تازه راپور په حواله لیکلي، چې په کابل کې د اوبو زېرمې په تېرو لسو کلونو کې د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله تر ۳۰ مترو پورې راکمې شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې د ښار د څښاک اوبو ګڼې بورې څاه ګانې وچې شوې دي او د اوبو د را اېستلو کچه د طبیعي بیا بحالۍ په پرتله ۴۴ مېلیونه مکعب متره زیاته شوې ده.
د راپور له مخې، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي نو د کابل د اوبو ټولې زېرمې به ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې وچې شي، چې د دې ښار شاوخوا اووه مېلیونه اوسېدونکو ته به جدي ګواښ پېښ کړي.
د مرسي کورپس د افغانستان د دفتر مشر دین کری وايي: «د دې ناورین د ښې څېړنې لپاره اړتیا ده چې جدي هڅې وشي او نړۍوالو ته د دې وضعیت د مخنیوي اړتیا په ګوته کړل شي.»
هغه زیاتوي: «که نړۍواله ټولنه د افغانستان د اوبو ستونزه حل نه کړي، نو خلک به له خپلو سیمو وتښتي او دا به لا زیات کډوالۍ او ستونزې رامنځته کړي.»
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د کابل تر ۸۰ سلنې لاندې ځمکنۍ اوبه ککړې دي، چې د فاضله اوبو، مالګې او ارسنیک په لوړ مقدار کېدل د اوبو د ککړتیا عمده عوامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د اوبو برابرول د کابل د اوسېدونکو ورځنۍ ننګونه ګرځېدلې ده. ځینې کورنۍ د خپل عاید درېیمه برخه اوبو ته ورکوي او زیاتره یې د اوبو د پورونو له ستونزو سره مخ دي.
نظیفه چې د کابل د خیرخانې په یوه سیمه کې ښوونکې ده، وايي: «افغانستان ګڼې ستونزې لري، خو د اوبو کمښت تر ټولو جدي دی. هره کورنۍ له دې کړاو سره مخ ده، په تېره هغو چې عاید یې کم دی. ښه کیفیت او کافي اوبه نه شته.»
ځیني خصوصي شرکتونه د اوبو له ناورین څخه ګټه پورته کوي، د بور نوې څاه ګانې را وباسي او د خلکو د اوبو د اړتیا لپاره یې په لوړ قیمت پلوري.
نظیفه زیاتوي: «موږ پخوا په هرو لسو ورځو کې د اوبو د ټانکر لپاره ۵۰۰ افغانۍ ورکولې، خو اوس دغه لګښت دوه برابره شوی دی. په تېرو دوو اونیو کې وضعیت لا خراب شوی او موږ وېرېږو چې نرخونه به نور هم لوړ شي.»
د کابل نفوذ د ۲۰۰۱ کال راهیسې له کابو یو مېلیونو څخه اوو مېلیونو ته رسېدلی، چې دې مسلې هم د اوبو غوښتنه په چټکۍ سره ډېره کړې ده.
د دې ترڅنګ د حکومت نه شتون د اوبو د منابعو مدیریت کمزوری کړی دی.
په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي دفتر ویلي، چې یوازې ۸.۴ مېلیونه ډالر یې د اوبو د پروګرامونو لپاره ترلاسه کړي، حال دا چې ۲۶۴ مېلیونه ډالر ورته پکار دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نړۍوالو مرستو شاوخوا درې مېلیارد ډالره د بندېدو له کبله دا ستونزه لا پسې زیاته شوې ده. دغه راز د امریکا د USAID مرسته هم تر ۸۰ سلنې پورې کمه شوې ده.
د افغانستان د اوبو او چاپېریال د متخصصینو یوه شبکه وايي، چې پر اوږدمهال د حل لپاره جدي پانګونه اړینه ده، خو سیاسي وضعیت دا لاره ننګوي.
نظیفه وایي: «اوبه د افغانستان یوه طبیعي سرچینه او د خلکو حق دی، دا هېڅ سیاسي موضوع نه ده. زه هر ځل چې ګلونه او مېوې وچېږي، زړه مې وینې کېږي، خو موږ اوس په نظامي حکومت کې ژوند کوو او نشو کولی چې حکومت ته شکایت وکړو.»
یو مهمه پروژه چې د پنجشېر د سیند له اوبو په کارولو سره به د کابل د اوبو ناورین کم کړي، د ۲۰۲۴ کال په پای کې د طرحې چمتووالی ترلاسه کړی، خو د بودیجې منظوري یې تر اوسه پاتې ده.
دغه پروژه به د دوو مېلیونو خلکو لپاره پاکې اوبه برابرې کړي.
ډاکټر نجیب الله صدیق چې د اوبو د سرچینو د مدیریت کارپوه دی، وايي: «موږ نور وخت نه لرو چې یوازې انتظار وکړو. کابل اوس له داسې حالت سره مخ دی چې خلک د خوراکي توکو او اوبو ترمنځ انتخاب کوي. خو خلکو ته لا هم چمتوالی شته چې خپل لږ څه پانګونه وکړي او د یوه دوامداره حل لپاره هڅې وکړي.»
کابل، چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي مرکز ګڼل کېږي، په تېرو دوو لسیزو کې له چټک ښاري پراختیا سره مخ شوی دی. د خلکو شمېر له یو مېلیونه څخه تر شاوخوا اوو مېلیونو پورې لوړ شوی، خو د اوبو زېرمې، زېربناوې او اساسي خدمات له دې ودې سره سم پرمختګ نه دی کړی.
د اقلیم بدلون، د بارانونو کمښت، د زېرمو بېمدیره استخراج او د حکومت د نظارت نشتوالی د دې سبب شوی، چې کابل د عصري نړۍ لومړنی ښار شي چې له بشپړ وچکالۍ سره مخامخ شي.
دغه ناورین نه یوازې د عامو خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی، بلکې له نړۍوالې مرستې او دوامدارو حل لارو پرته د ښاري ژوند د بشپړې ړنګېدو وېره هم لري.