د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سولې غوښتونکی نه دی او د اوکراین د بشپړ ماتولو په لټه کې دی.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې روسیې وویل ټانکونه یې د اوکراین د دونیڅک سیمې لوېدیځې پولې ته رسېدلي دي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، چې د دوی د ټانک ۹۰یمه لوا د اوکراین د دونیڅک سیمې لوېدیځې پولې ته رسېدلې او د ډنيپروپتروفسک سیمې پر لور یې بریدونه پیل کړي دي.
له دې سره، د اوکراین رسنیو بیا د یکشنبې په ماښام راپور ورکړی چې د روسیې د احتمالي هوایي بریدونو له امله د اوکراین په شپږو ولایتونو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.