د ایران ولسشمر: پلټنو ته چمتو یو، خو له اټومي ټکنالوژۍ تېرېدونکي نه یو

۷ ساعتونه مخکې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې د «IAEA» لخوا د خپل سوله ییز اټومي پروګرام په اړه ډاډ ورکولو لپاره چمتوالی لري، خو په هیڅ ډول د خپلو اټومي حقونو او لاسته راوړنو څخه نه تېرېږي.

د ایرو اېشیا خبري وېب پاڼې د راپور پر بنسټ، دا څرګندونې پزشکیان په تهران کې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره په یوه ګډه غونډه کې کړي دي.

مسعود پزشکیان د ایران او امریکا ترمنځ د اپرېل میاشتې راهیسې غېر مستقیمو خبرو اترو ته په اشارې سره ویلي، مقابل اړخ په داسې حال کې د بهانو په لټه کې دی چې تهران د سوله ییز اټومي پروګرام ژمنې ثابتې کړي دي.

هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې د اعتراف سره سم د ایران اټومي پروګرام شفاف دی، د پزشکیان په خبره: «موږ به هیڅ هېواد د پوهې، ساینسي ټیکنالوژیو او لاسته راوړنو څخه محروم نه کړو».

د ایران ولسمشر ټینګار کړی، چې ایران تل د منطقي او پر ځای خبرو اوریدو ته چمتو دی، مګر هیڅکله ځورونو ته غاړه نه ږدي.

نور خبرونه

رادیو