امریکا کې یو پخوانی افغان سرتېری نیول شوی او د پناه غوښتنې دوسیه یې هم لغوه شوې

۵ ساعتونه مخکې

د مخکني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته امریکا ته یو لېږدول شوی افغان سرتېری د یاد هېواد د کډوالۍ فدرالي مامورینو لخوا د ټکزاس ایالت د هیوسټن ښار په یوه سیمه کې له خپل کور څخه نیول شوی دی.

د هغه وکیل وایي، دغه کس د پناه غوښتنې له ملاتړ څخه بې برخې شوی او کورنۍ یې هم د اېستلو له ګواښ سره مخ ده.

د دغه پخواني افغان سرتېري وکیل علي ذکریا ویلي، موکل یې اته ماشومان لري چې دوه یې په تېرو څلورو کلونو کې په امریکا کې زېږېدلي دي. نوموړي د موکل د نوم له افشا کولو ډډه کړې، ځکه د امنیتي لاملونو له کبله دا کار خوندي نه ګڼي.

وکیل وايي، دا افغان سرتېری د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې، هغه مهال چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د امریکا د پوځ لخوا دې هېواد ته لېږدولشوی. د امریکا ځینو ځایي رسنیو د دغه وکیل له قوله راپور ورکړی، چې دغه پناه‌ غوښتونکی په افغانستان کې د امریکایي عسکرو او افغان سرتېري د یوه ګډ پوځي مرکز ساتونکی و.

ویل شوي چې نوموړی افغان شاوخوا یوه میاشت وړاندې نیول شوی دی. وکیل یې زکریا زیاتوي: «نوموړی هېڅ ډول جرمي مخینه نه لري. پر هغه هیڅ تور نه دی لګېدلی او تر دې مخکې هېڅکله هم په امریکا کې نه و نیول شوی».

د وکیل په وینا، موکل یې د امریکا د حکومت له خوا د ځانګړي «پرول» نومې پروګرام له مخې دې هېواد ته وړل شوی، چې د کډوالۍ لپاره ټاکلي شرایط یې هم پوره کړي. د هغه د پناه غوښتنې قانوني وضعیت تر روان کال پورې هم نافذ دی، خو د امریکا د سرحدي پولیسو یو افسر ورته ویلي: «موږ ټول اسناد لغوه کړي او ته نور قانوني حالت نه لرې».

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرول په نوم هغه موقتي مهاجرتي پروګرام لغوه کړی، چې پر بنسټ یې ځینو پناه ‌غوښتونکو ته د لنډ مهالي پاتې کېدو اجازه ورکول کېده. د امریکا د کورني امنیت وزیرې په می میاشت کې اعلان وکړ چې د افغان پناه ‌غوښتونکو لپاره د لنډ مهالي خوندي وضعیت موده به د ۲۰۲۵ کال د جولای تر ۱۴مې پای ته ورسېږي.

د وکیل په وینا، دا یوازې د هغه موکل ستونزه نه ده، بلکې لږ تر لږه زر افغانان په په هیوسټن ښار کې او شاوخوا ۲۰ زره تنه په ټوله امریکا کې اوس هم د پناه غوښتنې په حالت کې دي. دا ټول هغه کسان دي چې د تېرو دوو لسیزو جګړې پر مهال یې له امریکایي پوځ سره مرسته کړې او وروسته امریکا ته وړل شوي دي.

وکیل یې ټینګار کوي، دا پخوانی سرتېری او ورته نور افغانان په ناقانونه توګه امریکا ته نه دي ورغلي، بلکې د امریکایي چارواکو له خوا لېږدول شوي او باید نیولو تر څنګ یې له اېستلو څخه هم ډډه وشي.

نور خبرونه

رادیو