په کندهار او کابل کې د طالبانو اختریزې ویناوې، خو سراج الدین حقاني غایب دی

۱۶ ساعتونه مخکې

د هبت الله په مشرۍ په کندهار کې او د ملا محمد حسن په مشرۍ په ارګ کې طالب چارواکو اختریزې ویناوي وکړي، خو سراج الدین حقاني د اختر د دوو ورځو په تېرېدو لا هم غایب دی او تر اوسه یې د لوی اختر په مناسبت هېڅ پیغام نه دی خپور شوی.

په داسې حال کې، چې د طالبانو ډېر وخت غایب مشران د اختر په ورځو کې راښکاره شول او ویناوې او د مبارکۍ پیغامونه یې خپاره شول، ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر او مخکښ مشر سراج الدین حقاني تراوسه د اختر په ناستو کې نه دی راڅرګند شوی او نه یې هم کوم پیغام خپور شوی.

شنونکو په باور، دا وضعیت د یوه داسې مشر لپاره غیرمعمولي دی، چې له کلونو راهیسې د طالبانو د شبکې مهم غړی بلل کېږي او پخوا به یې پرله‌پسې څرګندونې او فعالیتونه لرل.

سراج الدین حقاني، چې له دې وړاندې د طالبانو په بېلابېلو غونډو او مناسبتي ورځو کې ویناوې کولې او پر رسنیو یې انځورونه خپرېدل، په دې وروستیو کې په عام محضر کې خورا کم راڅرګندیږي او د اختر په ورځو کې یې هم کوم انځور او پیغام نه دی خپور شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند له لوري د اختر ورځو کې د امنیت ټینګښت په تړاو یوازینی پیغام د جون پر پنځمه نېټه خپور شوی او په یاد پیغام کې هم د سراج الدین حقاني یادونه نه ده شوې.

سراج الدین حقاني څه باندې دوه میاشتې وړاندې د کوچني اختر په مناسبت وینا کړې وه او پر طالبانو یې غږ کړی و، چې د روژې مبارکې میاشتې له پای ته رسېدو سره سم د اسلامي شریعت له تطبیق څخه دفاع وکړي، عاجزي غوره کړي او له داسې چلنده دې ډډه وکړي چې افغانان پرې خپه کیږي.

هغه دغه راز په خپله وروستۍ وینا کې د ملا هبت الله ستاینې وکړې او هغه یې د لوړو وړتیاوو درلودونکی شخص وباله.

بل خوا د طالبانوډېر وخت غایب مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کندهار په عیدګاه جومات کې زرګونو کسانو ته شاوخوا یوساعته وینا کې د فلسطین په ننګه، د افغان ښځو، مخالفتونو او ځینو نورو مسایلو په اړه وینا وکړه.

په ورته وخت کې په ارګ کې هم د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن په مشرۍ او ملا برادر او نورو طالب چارواکو په ګډون هم کندهاري طالبانو د اختر لمونځ ادا کړ او ملا محمد حسن د ډونالډ ټرمپ د بندیزونو فرمان ته غبرګون وښود.

خو له ارګ سره په کمه فاصله کې بیا د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په جلا توګه د اختر لمونځ ادا کړل شو. نوموړی سره له دې، چې د کډوالو وزیر دی، لاهم په سپیدار ماڼۍ کې اوسیږي.

شنونکي په دې باور دې، چې لا هم د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ځانګړې توګه د ملا هبت الله د کړۍ او سراج الدین حقاني ترمنځ مخالفتونه دي.

څو میاشتې وړاندې د هبت الله او سراج الدین حقاني ترمنځ مخالفتونو له امله حقاني د څه مودي لپاره له هېواده بهر پاتې شو ، خو وروسته د طالبانو د نورو مشرانو په منځګړتوب بېرته کورنیو چارو وزارت ته لاړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد ستانکزی، چې سراج الدین حقاني ته نږدې کس ګنل کیږي، لا هم د یادو مخالفتونو له امله له تېرو څو میاشتو راهیسې له هېواده بهر دی.

د طالبانو د داخلي وضعیت دا انځور، چې د اختر په څېر مذهبي مناسبتونو کې لا هم پر یوه ټغر نه شي را ټولېدای، ښيي چې ددې ډلې د « وحدت او یو موټي صف» له شعار سره سره، عملي صحنه له ستونزو ډکه ده.

نور خبرونه

رادیو