د افغانان د شړلو په تړاو د سویس فدرالي حکومت هڅې له خنډ سره مخ شوې دي، ځکه طالبانو یو شړل شوی افغان د کابل په هوايي ډګر کې نه دی منلی او بېرته یې زوریخ ته استولی دی. د سویس د کډوالو اداره وايي، چې د شاوخوا شلو نورو «مجرمو افغانانو» د شړلو چمتووالی روان دی.
د سویس د کډوالو فدرالي ادارې، چې په سویس کې د شړنو چارې پر مخ وړي، د دې پېښې پخلی کړی، خو د شخصي معلوماتو د محرمیت له امله یې د شړل شوي کس د هویت او دلایلو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.
د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې، د سویس د کډوالو ادارې د پنځو «افغان مجرمینو» شړنه عملي کړې، خو دا تازه پېښه ښيي چې د دغو هڅو پلي کول له پام وړ خنډونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول چې طالبان له همکارۍ ډډه کوي.
د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې، د سویس د کډوالو ادارې خپله تګلاره لا پسې سخته کړه. سویسي چارواکو اعلان وکړ چې مجرد نارینه کسان چې د پناه غوښتنې اسناد یې رد شوي وي او په سویس کې یوازې ژوند کوي، د ځانګړو شرایطو په صورت کې له دغه هېواده اېستل کېدای شي.
دغه اصول له اپریل میاشتې راهیسې نافذ شوي، خو تر اوسه د دې تګلارې له مخې هېڅ افغان بېرته نه دی شړل شوی.
دسویس د کډوالو ادارې ویاند بلیک رسنۍ ته تایید کړې چې پر نوي چوکاټ سربېره، لا هم هیڅ عملي شړنه نه ده ترسره شوې.
سویسي چارواکي استدلال کوي چې که یو کس بالغ، سالم، له کورنۍ پرته او په افغانستان کې د ادغام وړ ټولنیز یا مسلکي ملاتړ ولري، نو بېرته ستنیدل یې معقول ګڼل کېږي. له دې پالیسي څخه ښځې، ماشومان، ناروغان او کورنۍ لرونکي کسان مستثنا دي او کولای شي په سویس کې پاتې شي.
په ورته وخت کې، د سویس د کډوالو د ملاتړ ټولنې د سویس دولت د پالیسۍ پر ضد دریځ نیولی.
دغه اداره وايي، له هغې ورځې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د بشري حقونو وضعیت په افغانستان کې دوامدار خراب شوی.
د دغې ادارې په وینا، د مجرمینو یا پناهغوښتونکو د پخواني وضعیت په پام کې نیولو سره، بېرته ستنول یې له انساني او قانوني اړخونو له ننګونو ډک کار دی.
سره له دې، د سویس د کډوالو اداره ټینګار کوي چې د شاوخوا شلو نورو «مجرمو افغانانو» د شړلو لپاره چمتووالی روان دی. خو د دې وروستۍ ناکامې هڅې له امله، ښکاري چې دا بهیر به له سیاسي، حقوقي او عملي خنډونو سره مخ وي.