سي اېن اېن راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر وروستۍ پرېکړې د هغو افغانانو لپاره چې د جګړې پر مهال له امریکایانو سره همکاره و، د وېرې، بېباورۍ او خیانت احساس زیات کړی دی.
د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو وګړي امریکا ته له ننوتلو منع شوي دي.
که څه هم امریکا ته د افغانانو د کډوالۍ ډېرې لارې شته، خو د ټرمپ د ادارې پرمهال ټولې دا لارې اغېزمنې شوې دي. زرګونه افغانان چې د ویزو لپاره غوښتنلیکونه ورکوي، اوس د خدماتو د کمښت له امله په ناڅرګند حالت کې دي.
هغه کسان چې د کډوالۍ حق لري هم د بیا استوګنې پروسې له سختو خنډونو سره مخ شوي دي.
هغه افغانان چې اوسمهال د موقتي خوندي حالت لاندې په امریکا کې ژوند کوي، ښايي اړ شي چې دغه هېواد پرېږدي، ځکه چې د ټرمپ ادارې د دې پروګرام ختمولو اعلان کړی دی.
د ټرمپ د سفر بندیز کې د افغان ځانګړو کډوالو ویزو (SIV) لپاره استثنا ورکړل شوې، خو مدافع وکيلان وايي چې ډېری هغه افغانان چې د امریکا لپاره یې کار کړی، د دې ویزو شرایط نه پوره کوي.
ځینې کسان د لږ کار مودې له امله مستحق نه ګڼل کېږي او ځینې نور د امریکا د حکومت لپاره په مستقیم ډول کار نه دی کړی. د دوی کورنۍ او نږدې کسان چې د امریکا سره تړاو لري، اوس هم د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.
د افغان کډوالو د ملاتړ فعالانو د ځانګړو ویزو استثنا ته هرکلی کړی، خو وايي چې د ټرمپ د ادارې نورې پالیسۍ او خدماتو کې کموالي د دې استثنا اغېز محدود کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی لوړپوړی چارواکی وايي: «دغه استثنا یوازې ظاهري ده، ځکه چې اداره د افغان کډوالو د همغږۍ دفتر د جولای تر لومړۍ نېټې پورې بندوي.»
دغه وزارت له کانګرس سره په یوې خبرتیا کې ویلي، چې دغه دفتر به د افغانستان چارو دفتر ته انتقال شي. دغه چارواکي همدارنګه یادونه وکړه، چې د انډورینګ ویلکم په نامه یو پروګرام هم ختمېږي، چې د افغان ځانګړو ویزو لرونکو او غوښتونکو ته یې په بل هېواد کې د ویزې د پروسې د بشپړولو مرسته کوله.
د لامیا افغان بنسټ بنسټګر جنرال جان برادلي وايي: «دا ښه خبره ده، چې د SIV لرونکو لپاره استثنا ده، خو د دې کسانو راتګ کې او د امریکا په ژوند پیلولو لپاره لازم بنسټیز ملاتړ هم پکار دی.»
هغو افغانانو چې د SIV ویزې یې ترلاسه کړي وايي، چې لاهم ډېری کورنۍ او دوستان یې په افغانستان یا نورو هېوادونو لکه پاکستان کې پاتې دي، چې د ملګرو ملتونو په وینا پاکستان سلګونه زره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د "No One Left Behind" خیریه سازمان اجراییوي رییس اندرو سولیوان وايي: «ډېرې غمیزې پېښې دي چې خلکو له طالبانو تېښته کړې او خپلې کورنۍ یې پرېښي دي، نو ډېره مهمه ده چې دغه ویزې لرونکي وکولی شي له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.»
که څه هم د کورنۍ نږدې غړي د ځانګړو ویزو استثنا لاندې راځي، خو ډېری افغانان لا هم د خپلو پاتې شویو کورنیو د برخلیک په اړه ناڅرګندتیا او وېره لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی چارواکی وايي: «زموږ مهاجرتي سیستم ډېر پېچلی دی، نو خلک نه پوهېږي چې دا سفر بندیز د دوی د قضیې لپاره څه معنا لري.»
سره له دې چې د SIV لرونکو لپاره ځیني خصوصي سازمانونه د الوتنو لګښتونه ورکوي، خو بیا هم اندېښنه شته، چې دغه بندیز به د دوی پر وړاندې په ناسم ډول تطبیق شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لارښوونو له مخې، د اوسنیو ویزو لرونکو لپاره دا بندیز نه دی تطبیق شوی، خو د جون له ۱۰مې نېټې څخه به نوی بندیز په بشپړه توګه عملي شي.
ټاسک فورس ارګو بنسټ مشر انا لوېد وايي: «موږ به وګورو چې د جون له ۱۰مې نېټې وروسته به د افغان متحدینو د راتګ استثنا څنګه عملي کېږي، ځکه دا ډېر مهم دی.»